په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نورستان کې د ښځو پر سختو کارونو بنديز

د نورستان په يوې ولسوالۍ کې چارواکو او د سيمې ديني عالمانو له کوره بهر د ښځو پر هغو کارونو بنديز لگولى چې دوی سخت بللي دي.

سیدعبدالله نظامي چې نورستان ته ورغلی په خپل رپوټ کې وايي که څه هم د افغانستان په قوانینو کې د دغې چارې د مخنيوي کومه ښکاره یادونه نشته خو د سیمه يیزې ادارې دا پریکړه کم سارې ده.