په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عبدالله: د ملي یووالي حکومت پر ژمنه ولاړ یم

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله وایي دی او د ده ټاکنیزه ډله د ملي یووالي د حکومت په برخه کې شوو وعدو ته ژمن دی.

دی وايي اوس یو نوی پړاو پیل شوی او د دې نوي پړاو تقاضا چې د ده په وینا دواړه نوماندان په ګډه کار وکړي.

هغه وايي د ټاکنو ګټونکی به د ټولو رایو د بیا شمیرلو په پایله کې اعلان شي خو اوس هیڅوک د بریالیتوب ادعا نه شي کولي. ښاغلی عبد الله وايي دا چې دی به شخصاً په حکومت کې ونډه ولري او که نه، په دې اړه څه ویل له وخته وړاندې خبره ده.

په کابل کې زموږ خبریال سمیع الله موسی زي له ښاغلي عبد الله سره مرکه کړې او لومړۍ پوښتنه په دې اړه شوې چې واک به د دواړو نوماندانو ترمنځ څه ډول ویشل کیږي آیا په مساوي ډول لکه د ګډې اعلامیې په متن کې چې راغلي؟