په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی ادبي پروګرام

د وزیرستان د خلکو کډوالي او پر کلتور یې اغېز، د پیلوزي بحث یې څېړي. د خالد پښتون له فکر او خیاله لبریزه شاعري ارزوو. د مصر د سینما ځلاند ستوری سعید صالح د هنر له اسمانه پرېوت.

د وطن مینه له زرګونو کلونو راهیسې په وینه کې چلښت لري او د لاشعور برخه وي نو ځکه ترې وتل داسې وي لکه وږي ماشوم چې د مور له سینې بیل شي، له همدې کبله سوې ساندې او سندرې ورسره ملې وي. ټپه ده چې:

د مسافر جانان سلګۍ دي

مخ یې وطن ته کړئ چې ساه یې وخیژینه

خوشال بابا چې د هند په رنتبور کې بندي و ،نو د باد منت بار و او ترې غوښتل يې چې د پښتنو نجونو د زلفو مشکین بوی وروړي:

پښتنې جونې دې زلفې باد ته نیسي

چې شمال یې بوی راوړي ورنتبور ته.

احمد شاه بابا هم د وطن لپاره د هند تخت او بخت هیرول:

د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد شي

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو رغونه

شیدا د هند په ښکلاګانو کې د وطن دا منظر غوښت:

په زړه مې ګرځي د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکي

ووایه څه کا د روه نسیمه

ګیرا منګولې زیبا مښوکې

د کډوالۍ درد سخت دې او چې کډوالي بیا د مرګ د سیوري له ویرې وي،په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیات لامل شول چې زرګونه وزیرستانیان خوست ولایت ته را واوړي،نوراجان بهیر دې غمیزې ته یو شعر ویلي چې سندریزه بڼه یې خپله کړې،پر همدې پلمه زموږ الیاس وحدت د مسافرۍ او ادب په تړاو دا بحث کړی دی.

د شور په نوي پړاو- دا د خالد پښتون شعري ټولګه ده چې نوې نوې خپره شوې ده، ښاغلی پښتون د علم په ګاڼه سنبال شاعر دی ځکه خو يې شعر د خیال، تصوف، او فلسفې یو شاعرانه امتزاج بریښي، دې ښکلی ځانګړتیا شاعر له خپلو نورو ځوانو ملګرو جلا کړی او بیل سبک یې وربښلی دی، کره کتونکي شاعر طایر ځلاند دغه کتاب لوستی نوموړی له مصطفی سالک سره په یوه مرکه کې لومړی د شاعر پر ژبه غږیږي.

د مصر د سیمنا يو نورشیندی ځلبلاند ستوري سعید صالح د ۷۶ کلونو په عمر د تل لپاره پریوت.

هغه په ۵۰۰ جدي او ۳۰۰ کومیډي فلمونو کې د خپل هنر ښکلا ځلولې وه.

یو وخت یې په کومیډي بڼه د مصر پر پخوانیو ولسمشرانو جمال عبدالناصر، انور سادات، او حسني مبارک نیش لرونکي طنزونه کړي وو، چې له کبله یې ښاغلی صالح د ۶ میاشتو لپاره د بند د تورو تمبو شاته اچول شوی و.

هدایت الله همیم یې ژوند ته يو څرک کتلي دي.