په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مخکښ فلمي ستوري رابېن ویلیمز ژوند

د امریکا یو مخکښ فلمي ستوری او کومیډين، رابېن ویلیمز، د اګست په ۱۱مه په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

پولیسو ويلي داسې ښکاري لکه ځان چې یې وژلی وي. دی ۶۳ کلن و.

رابېن ویلیمز د خپلو څو فلمونو لکه، ګوډ مارنېنګ ویتنام، او ډېډ، پوېیټ، سوسایټي، له امله ډېر وپېژندل شو...او د ګوډ وېل هنټېنګ، په نامه فلم کې د کار کولو لپاره یې د اسکر جایزه هم وګټله خو نوموړی له ژور خپګانه کړېده.