لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (22.4 میګابایټ)

پاکستان کې د ډېموکراسۍ تجربې

13 اګست 2014 - 22 زمری 1393 د خپرېدو نیټه 16:12 گرینویچ

Image copyright Reuters
Image caption سبا د اگست ١٤ د پاکستان د جوړيدو له ٦٧ کليزې سره برابره ده.

د نن پدغه ځانگړې بحث کې د پاکستان د جوړيدو د ٦٧ کليزي په بهانه غواړو په نوموړي هيواد کې د ديموکراسۍ تجربي وارزو.

سبا د اگست ١٤ د پاکستان د جوړيدو له ٦٧ کليزې سره برابره ده.

پاکستان په ١٩٤٧ کال کې د محمد علي جناح تر مشرۍ لاندې د هند له نيمي وچې جلا او مسلمانانو لپاره د يوه نوي هيواد په بڼه رامنځ ته شو.

دغه هيواد په لومړي سر کې له پنځو صوبو نه جوړ و چې ختيځه صوبه يې بيا په ١٩٧١ کال کې د بنگله ديش په نوم ورنه جلا شوه.

پا کستان د خپل پيدايښت راهيسې له ٣٠ کلونو د زيات وخت لپاره د پوځ تر ادارې لاندې پاتې شوی چې لومړی پوځي حکومت پکې د ايوب خان ورپسې يحى خان بيا ضيالحق او وروستې پوځې اداره هم پکې د جنرال پرويز مشرف وه.

د نن پدغه ځانگړې بحث کې د پاکستان د جوړيدو د ٦٧ کليزي په بهانه غواړو په نوموړي هيواد کې د ديموکراسۍ تجربي وارزو.

په بحث کې راسره له پاکستان نه د سياسي چارو کارپوه بريگيدير سعد محمد، د سياسي چارو شنونکي بريگيدير سيد نذير مومند او د باچا خان د څيړنيز مرکز مشر داکتر خادم حسين دي.

ورته ښه راغلاست وايم

زه شيراغا کريمي يم د پروگرام کوربه