په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نویو غوږونو حیرانوونکی تخنیک

یو ډول کم ساری حالت چې مايکروشيا بلل کېږي، کېدی شي د دې لامل شي چې ماشومان يې له امله له يوه يا له دواړو غوږونو پرته وزېږېږي.

په داسې حال کې چې طبي پرمختګونه د اورېدا ستونزې حل کې مرسته کولی شي، د څېرې ښکلا ننګونه ښايي ځينې وخت مهمه خبره وي.

د لندن ګرېټ اورمونډ کوڅې روغتون کې ډاکټرانو يو نوی تخنيک او چل کارولی چې يو وړوکي هلک ته يې په کې نوي غوږونه جوړ کړي، او پايلې يې ډېرې حيرانوونکې دي.