په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له سېنجاره ژغورل شوي کډوال

په داسې حال کې چې د عراق شمال کې د اسلامي دولت ډلې د چټک پرمختګ پايله کې بشري کړکېچ راسپړېږي، ملګرو ملتونو په دغه هېواد کې د خپلې لوړې کچې بيړنی حالت اعلان کړی دی.

د کوردستان دوهوک ولايت پر ښاورنو ۱۵۰ زره کډوال ورمات شوي دي.

ډېرو يې خوندي ځايونو ته دغه سفر له سېنجار غره، په پلي مزل وهلی، چې اوس له يو نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې میرویس میاخیل یې وړاندې کوي.