قریب الرحمن سعید او حکمتیار
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د سولې خبرو ته چمتووالی نیسي

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند په کابل کې له نوي افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتووالی نیسي. د دغه ګوند مخکني ویاند او د حزب اسلامي اجرايیه غړي قریب الرحمن سعید بي بي سي ته وویل، دغه ګوند به د افغانستان له نوي دولت سره خبرې وکړي او که چېرې یې شرطونه ومنل شي، په کابل کې به خپل سیاسي دفتر پرانیزي.

د ښاغلي سعید په وینا، د ښاغلي حکمتیار زوم همایون جریر او د دغه ګوند نور استازي دا مهال په کابل کې له بېلابېلو سیاسي ډلو سره پر خبرو بوخت دي. زموږ همکار ملیار صادق آزاد له قریب الرحمن سعید سره مرکه کړې ده، او په پیل کې یې کابل کې د یاسي دفتر د پرانیستلو د انګیزې په اړه ترې پوښتلي دي.