په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار هوايي ډگر او د فلاى دوبى الوتنې

فلای دوبی په تېر جولای کې کندهار هوايي ډګر ته خپلې الوتنې پيل کړې. دا د متحده عرب اماراتو لومړنی هوايي شرکت دی چې کندهار ته الوتنې لري، او اوس د دوبی کندهار ترمنځ د اونۍ دوه ځله ترسره کېږي. افغان چارواکي هيلمن دي له دې ګام سره به نور بهرني هوايي شرکتونه هم کندهار ته الوتنې پيل وکړي. د کندهار هوايي ډګر وايي په افغانستان کې يوازينی ډګر دی چې د اوونۍ هره ورځ او د ورځې ۲۴ ساعته بوخت وي. مامون درانی پرې راپور لري