په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ميزوري تاوتريخوالي بله شپه

د امریکا د مېزوري په فرګوسن کې تېره شپه تازه نښتې شوې دي. پولیس اړ شوي چې د مظاهره چيانو تيتولو لپاره اوښلن غاز وکاروي.

دوی وايي ورانکاري د لاریونيانو منځ ته ننوتي وو او له همدې یې په ګټې تاوتریخوالي ته لمن وهله. دا لسمه ورځ ده چې دغلته مظاهرې کېږي.

خلک د هغه تور پوستي بې وسلې زلمي په وژلو غوسه دي چې پولیسو اوونۍ وړاندې وويشت او وواژه.