په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"اسلامي دولت" جنګياليو امريکايی خبريال وژلی

امريکايی خبريال جېمز فولې داسې ښکاري چې د اسلامي دولت جنګيالي له لوري، چې یوه بوګنوونکې ويډيو يې پر انترنېټ خپره کړې، وژل شوی دی.

د دغې ويډيو د ريښتينوالي پخلی لا تر اوسه نه دی شوی، خو د اسلامي دولت جنګیالي وايي دا عمل يې په عراق کې د امريکا وروستیو هوايي بريدونو ته په ځواب کې کړی دی.

ټويټر په تېرو څو ساعتونو کې ويلي هغه ګډون پاڼې ځنډوي چې دغه ويډيو شريکوي.