په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

یونما د ټاکنیز بهیر چټکتیا غواړي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي سره په کتنه کې ویلي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید په راتلونکو لسو ورځو کې وشي. هغه ټینګار کړی چې دا نېټه د غځېدو وړ نه ده. حامد کرزي له یان کوبیش سره په خبرو کې ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې بیا نه شي ځنډېدلی.

یونما له دواړو نوماندانو په کلکه غوښتي چې د رایو ارزونې لړۍ ژر تر ژره پای ته ورسېږي او هېواد له دغه پېچلي حالت وایستل شي. زموږ همکار فرهاد محمدي د یونما له ویاند نظیف الله سالارزي سره په دې اړه خبرې کړې.