په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امريکا ته د کډوالۍ مخنيوي لپاره د مکسيکو تدبيرونه

په مکسيکو کې حکومت د مرکزي امريکا هغو کډوالو د لېږد مخنيوي له نويو تدبيرونو پرده پورته کړې، چې د باري اورګاډو له پاسه شمال لور متحده ایالتونو ته ځانونه رسوي.

د بشري حقونو ډلې وايي دغه ګام، د دې پر ځای چې د کډوالو لپاره د کار موندنې خوندي لارې چارې وګوري، د دوی د ځپلو پراخې تګلارې يوه برخه ده.