په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پروان کر او بڼوالۍ بحث

پروان د کابل شمال کې داسې ولايت دی چې د انګورو او مېوو نورو ډولونو ګڼ شمېر باغونه لري، چې د خلکو اقتصاد یې په همدې کرنې او بڼوالۍ پورې تړلی دی.

خو د پروان بڼوال وايي د حصولاتو لپاره یې نه بازارونه او نه هم داسې سړې خونې شته چې محصولات یې په کې تر يوه وخته خوندي وساتل شي.

په دې اړه په کابل کې محمود کوچي يو بحث چمتو کړی چې ګډونوال يې د پروان ولايت د پوليسو مشر مل پاسوال محمد زمان مموزی، د پروان سکتوري ادارې مشر محمد طاهر همت، دوه تنه بڼوال هر يو حاجي امام جان او عبد الرحمان او د مدنی ټولنې غړې عاطفه بهار دي.