په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی ادبي هنري پروګرام

په ننګرهار کې د میرمن ادبي بهیر کور دروازې پرانیستل شوې، د لومړۍ غونډې په اړه راپور لرو. بیا به په یوه بحث کې وڅېړو چې دغه راز بهیرونه د ښځو هنري او علمي روزنې ته څومره ګټور دي.

(ښځه په صدف کې مرغلره) دا د افغان شاعرې او خبریالې جیملې مجاهد شعري ټولګه ده چې په دې وروستیو کې انګلیسي ژبې ته ژباړل شوې ده، د ټولګې شعرونه تر ډیره د ښځو ستونزې انځوروي.

کره کتونکې شهناز بابکر خیل پر دغې ټولکې سریزه لیکلی چې دا مهال پرې زما همکار مصطفی سالک ورسره مرکه لري.