په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان زرین پېر: د څارویو ارزښت

اوښ یو بد خویه څاروی دی، که سترګې یې و نه تړل شي نو تر ډېرې مودې په دایروي ډول حرکت نه کوي.

خو دغه څاروی د بېدیا خلکو ته د دوی د اوبو او نورو توکو د بارولو لپاره ډېر ارزښت لري.

د افغانستان نږدې نیمايي وګړي کوچیان دي.

په نوي فصل کې دوی خپلې رمې داسې سیمو ته وړي چې معتدله هوا او شنه ځایونه ولري.

د ښځو دنده دا ده چې پنډغالي جوړ کړي او خواړه پاخه کړي. ټولو سیمو کې برق نه شته ځکه نو ځینې ماشینونه باید په بشري ځواک وچلېږي لکه دغه د چاکو ګانو او چړو څرخه.

لکه څنګه چې یې وینئ، څرخه د یوې لېندۍ پر مټ چلېږي او دغه سړی باید په کې له خپلې پښې هم کار واخلي. دا کار ده له خپله پلاره زده کړی.

ښايي پېړۍ وړاندې د دغه تیږې موندنه یوه ستره اختراع وه خو برقي سیستم ښايي ژر د چړو د تېره کولو د دغه طریقې ځای هم ونیسي.

په یو حساب به دا ښه وي ځکه کوم سړی چې اوس په دې څرخه کې بوخت دی، وروسته به په نورو ګټورو کارونو کې برخه واخلي.

خو په بل حساب که وګورو نو بیا ښه کار و نه شو ځکه د راتلونکې سېلانیان به دغه څیزونه و نه ویني.