په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلام اباد کې د لاریونیانو او پولیسو نښتې

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو لاريون کوونکي د دولتي تلويزيون، پي ټي وي له ودانۍ ايستلي دي.

د لاريون مشرانو له خپلو ملاتړو غوښتي چې سوله ييزې مظاهرې وکړي.

مظاهره کوونکي وايي لومړى وزير نواز شريف دې استعفى ورکړي ځکه چې د دوى په وينا ټاکنې یې په درغلۍ گټلې وې. طاهر خان له اسلام اباده نور جزييات لري.