د چرسو ګلداره بوټی ښه حاصل نه لري

د خپريدو وخت: 06:06 گرینویچ - دوشنبه 01 سپتمبر 2014 - 10 وږی 1393
    • د افغانستان په شمالي او ختیځو سیمو کې د چرسو کروندې ډېرې دود دي.

      حاصل ته له رسېدو وروسته بنګ بوټي ویستل کیږي او په سیوري کې وچېږي چې بیا یي وچې پاڼې ټکول کیږي او چرس ترې جوړېږي د پاڼو لومړنۍ ګرده ترنورو لوړه بیه لري.

    • دا د ختیځ کونړ په یوه غرنۍ سیمه کې د چرسو کروندې دي.

      چارواکي وايي د چرسو ټول تولید په کور د ننه له همدې کروندو ترلاسه کیږي.

    • د چرسو کروندګر وايي دا بوټی په سړو سیمو کې ښه وده کوي.

      روغتیاپالان د چرسو نشه روغتیا ته یو لوی زیان ګڼي.

    • دا کروندګر د بنګو په خشاوه (ګوړ) لګیا دی.

    • ځینې ځوانان د بنګو شنې پاڼې هم د نشې لپاره کاروي.

    • د چرسو کارونه اوس تربل هر وخت په افغانستان کې عام شوي دي.

    • هغه بوټی چې ګل کوي، نارینه بلل کیږي او حاصل یې ښه نه وي.

    • د تلې (میزان) په لومړیو کې دا کروندې حاصل ته رسیږي.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .