په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان سياسي کړکېچ، له خټک سره خبرې

د پاکستان لويو سياسي گوندونو د پارلمان په عمومي غونډه کې له اساسي قانون دباندې د حکومت نړولو هڅې وغندلې.

د تحريک انصاف گوند مشر عمران خان او روحاني مشر طاهر قادري په مشرۍ له څو اوونيو مظاهرې روانې دي او د حکومت نړولو غوښتنه کوي.

د عوامي نشنل گوند د مشرتابه او د پاکستان د مشرانو جرگې له غړي افراسياب خټک څخه ايمل پسرلي وپوښتل چې د دغو مظاهرو تر شا ولې د پوځ لاس ويني؟