په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جبل طارق بيزوگانې

د جبل طارق بيزوگانې... ډېرې شوې، ځورول کوي او حل لاره يې دا چې له دې ځايه وايستل شي.

د اسپانيا جنوب کې د دغې سيمې تر ټولو مشهور استوګن د ايستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

دا بيزوګانې دي، چې هم د سيلانیانو او هم د ځايي استوګنو لپاره اوس پېژندل شوې څېرې دي، په پرله پسې ډول ښاري سيمو ته په ورننوتلو زړه ورې شوې، او ځينې وخت یې چلن د سرخوږي بڼه غوره کوي.