په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: افغانستان اپوزیسیون ته اړتیا 'نه لري'

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وايي، د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو یې غوښتي، چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو سره، پر خپلو پرېکړو عمل وکړي او هېواد له کړکېچه وژغوري.

نوموړي دا هم ویلي، هیله یې دا ده چې راتلونکی ولسمشر ژر اعلان شي. حامد کرزي د ښځو یوې ډلې ته وویل، ((افغانستان مخالف حزب ته ضرورت نه لري. افغانستان اپوزیسیون ته قطعاً ضرورت نه لري. بلکې افغانستان ملګرتیا ته اړتیا لري)).