په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایم اېچ ۳۷۰ الوتکه او د قربانیانو د کورنیو ویر

د مالیزیايۍ الوتکې، اېم اېچ ۳۷۰ له ورکېدو دا دی شپږ میاشتې پوره شوې.

الوتکه د مارچ په ۸مه له کواله لمپوره بېجېنګ ته وخوځېده خو پر لارې بېرته را واوښته او بیا د رادار له سیمې ترې تم شوه.

له هغه راهیسې نه د الوتکې او نه د ٢٣٩ سپرليو پته لگېدلې ده.

د سپرلیو دوه په درېمه برخه چینایان وو او اوس یې خپلوان پر حکومت غږ کوي چې د الوتکې موندلو لپاره لا ډېر څه وکړي.