په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د مځکې ساتندويه پوښ د خپل ځان پر روغولو پيل کړی"

د هند او پاکستان ځينې برخې لا تر اوسه هم د تېرې نيمې پېړۍ تر ټولو ناوړه سېلابونو له اغېزو سره لاس او ګرېوان دي.

ډېر د دغه درانه اورښت پړه پر نړيوالې تودوخې اچوي.

خو اوس دا کېدی شي څه ښه خبرونه وي.

د ملګرو ملوتونو ساينسپوهان وايي د مځکې ساتندويه پوښ د خپل ځان پر روغولو پيل کړی دي. د دغې رغېدا تر شا لوی دليل، دوی داوه کوي، له زيان رسونکو کیمياوي توکو پرله پسې پړاويز خلاصون دی.