په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بانکي حساب ته د لاسرسي نوې لار

هغو خلکو ته چې د بې شمېره پاسورډونو يادولو پوزې ته راوستي، ښه خبر لرم.

دلته برتانیا کې، بانکي حسابونو ته، د لاس رسۍ په موخه یوه نوې لار موندل شوې.

داسې چې حساب لروونکی د هغه د ګوتو له رګونو پېژندل کېږي.

د پاسورډ یا نمبر پر ځای به اوس خلک کولى شي خپل بانکي حساب ته، پر سکنر باندې د ګوتې په ایښودو ورشي.