په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر روسیې د امریکا او اروپا نوي بندیزونه

د اوکرايين په کړکېچ کې نوې پرمختيا دا ده چې پر روسيې د اروپايي ټولنې بنديزونه سر له ننه عملي کيږي.

په بنديزونو کې د روسيې لوى دولتي شرکتونه په نخښه شوي او په تور لست کې د نورو کسانو نومونه هم شامل شوي چې ويزه به نه مومي او شتمني به يې کنگليږي.

روسيه وايي دا د دې ښکارندويي کوي چې اروپايي ټولنه په اوکراين کې سوله نه غواړي.