په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په تاریخ کې د ونډو تر ټولو لوی وړاندیز

دا اوونۍ چې کله د چين انټرنېټ ستر شرکت علي بابا د امريکا د ونډو بازار کې د ميلياردو ډالرو پانګونې بهير پرانيزې، په تاريخ کې د ونډو يو تر ټولو ستر وړانديز بلل شوی دی.

دغه شرکت چې په نړيواله کچه پر انټرنېټ د پرچون پلور تر ټولو ستر کاروبار لري، په حيرانوونکي ډول يې د ګډونوالو شمېر درې سوه میليونو ته رسېږي.

لکه د چين شانډونګ ولايت له يوه وړوکي کلي چې د بي بي سي خبريال مارتن پېشنس راپور راکوی، دا يوه بدلېدونکې لار ده چې چين يې له مخې سوداګري کوي.