په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"موریشوس" کوچنی ټاپو خو د اقتصادي بریا سمبول

په هندي سمندر کې يو کمکی تور خال، خو دې وړوکي ټاپو له خپل سمندرغاړي بهر مالي خدمتونو کې لوی نوم ګټلی دی.

خبره دلته د موريشوس ده، چې په دوديز ډول په هند کې د پانګونې يوه لار وه، خو دغه هېواد په تېره نژدې موده کې افريقا ته هم ځان د يوه پله په توګه ثابت کړی دی.

ګوتنيونکي وايي د ټيټې ماليې حالت یې په افريقا کې حکومتونو ته د لا ډېرو اړینو عايداتو د ورتګ مخه اړوي.