په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسلامي دولت ډلې پر ضد نړیوال ایتلاف

د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیران پاریس کې سره راغونډ شوي چې د اسلامي دولت له لوري له پېښ ګواښ سره د مقابلې لپاره یوه نړیواله سټراټیژي جوړه کړي خو په دې ناستو کې ایران او سوریه ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير له لورې د يوې اوونۍ تر خبرو وروسته داسې ښکاري چې د خليج عرب هېوادونو د امريکا له هوايي بمباريو سره بېلا بېلې مرستې منلي دي

کوېت، قطر، او عرب متحد امارات ښايي امریکا ته اجازه ورکړي چې فضايي حریم او هوايي ډگرونه يې وکاروي...خو امریکايي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ويلي

د سوریې پر پوله ترکیې بیا، یوازې د مرستندویه او لوژيستیکي چارو لپاره، د خپل فضايي حریم کارولو اجازه ورکړې... خو دې کړکیچ کې مهمه غاړه...د اسد سوريه.، لويديځ له پامه غورځولې او د ستونزې برخه يې بولي خو دمشق یې د لوېدیځ تېروتنه بولي.