په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ماشومانو له مرګ و میر سره نړېواله مبارزه

۲۰۰۰م کال کې د نړۍ مشرانو یو لړ داسې ژمنې وکړې چې د زريزې پرمختيايي موخو په نامه یادېدې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوال بيړني صندوق يا يونيسېف نوې شمېرې ښيي چې د نړۍ لروبرو د ماشومانو مړينې شمېرې نيمې کمې شوې، خو لا هم هرکال ۶ میليونه ماشومان له پنځه کلنۍ مخکې مري.

مالاوي د صحرا جنوب افريقا کې يو له هغو کمو هېوادونو دی، چې له وړاندې دې موخې ته رسېدلې دی.

نو دا کار یې څنګه کړی دی؟