په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کښتیو کې د اروپا په هیله سفر

لیبیا کې ډېرېدوونکې نا امنۍ او جګړې خلک مجبوره کړې چې وطن پرېږدي.

ډېری یې د ایټالیا سمندرغاړو ته په کښتیو کې، اروپا کې د ښه ژوند په هیله ځي خو دا کښتۍ انساني قاچاقیان چلوي.

ډېر یې د دې ډول سفر هېڅ تجربه نلري، کښتۍ تر حده ډېرې ډګې وي.

یوازې سږ کال تر دې مهاله تر ۲۰۰۰ کسان اوبو کې ډوب شوې دي نو همدې پر نړیوالې ټولنې غږونه ډېر کړي چې د دې ستونزې غم وخوري.