په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې د نشه یانو د درملنې مرکز

د افغانستان په کندهار کې يوه مرکز د سلگونو هغو کسانو درملنه کړې چې په نشه يي توکو روږدي وو.

د ښار له واټونو د راټولو شويو دغو کسانو درملنه د پوليسو په مالي لگښت کېږي.

په مرکز کې دغه کسان نوي کسبونه هم زده کوي چې وروسته ورته د عايد وسيله شي.

کندهار او هلمند په افغانستان کې د کوکنارو د کر کيلې او حاصلاتو لوى مرکزونه بل کېږي.

مامون درانى يې جزييات لري.