په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اسلام اباد ته ملي حکومت څومره مهم دی؟

د پاکستان د بهرنيو چارو پخوانى وزير خورشيد محمود قصوري وايي اسلام اباد ته بايد دا مهمه نه وي چې کابل کې د واک په گدۍ څوک کښيني.

د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د پاکستان د بهرنيو چارو دغه پخواني وزير له بي بي سي سره په خبرو کې وويل پاکستان او افغانستان بايد پر خپلو تگلارو بيا غور وکړي.