په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ایا د اسلامي دولت ډله افغانستان لپاره ګواښ دی؟

افغانستان كې د نړيوالو ځواکونو امريکايي قومندان بی بي سي ته ويلي د سرغوڅاوي له ګونګوسيو سره سره باور نه کوي ګنې هغه ډله چې ځان اسلامي دولت بولي، په دغه هېواد کې دې فعاليت ولري.

له هغه راهيسې چې نوي افغان حکومت له امريکا او ناټو سره امنيتي تړون لاسليک کړی، دا له بي بي سي سره د جنرال جان کمبېل لومړۍ خبرې دي.