په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کامرون: افغان حکومت سره به مرستو ته دوام ورکوو

د بریتانيا لومړي وزير ډيويد کيميرون کابل کې وويل د افغانستان د ثبات لپاره د ده هېواد لويه ځاني قرباني ورکړې ده.

له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره د ليدو پر وخت بریتانوي لومړي وزير وويل، دوى به د تعليم او روغتيا په برخه کې له افغانستان سره مالي مرستو ته دوام ورکوي.

له افغانستان سره د نورو مرستو لپاره به لندن کې راتلونکې مياشت کنفرانس هم جوړيږي.

کابل ته د ښاغلي کيميرون پر ناڅاپي سفر وحيد مسعود نور جزييات لري.