په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارګ کې د ولسمشر احمدزي لومړی اختر

ارګ کې د ولسمشر په توګه د اشرف غني احمدزي لومړی اختر.

د اختر په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر تر څنګ، اجرایوي رئیس عبدالله عبدالله یو شمېر نور مخور سیاسي مشرانو او حامد کرزي چې تر څو ورځې وړاندې د افغانستان ولسمشر و ګډون درلود.

ولسمشر اشرف غني احمدزي په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کوله وویل چې حکومت یې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره کلک هوډ لري.

نوموړي خبرې اترې د سولې راوستو یوازینۍ لار وبلله.

نور تفصیل په دې ویډیویي رپوټ کې وګورئ.