په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوزی، ادبي هنري پروګرام

په پیل کې د تیرمهال له دریڅې متلونه، او ورسره هغه تړل شوې کیسې اورو چې عبدالنافع همت د یوه کتاب په بنه (خپله وطنه، ګله وطنه) راټولې کړې دي، هغه هم د فولکلور له نویو غوښتونو سره سمې.

د هالیوډ مشهور فلمي ستوري جارج کلوني او د نړۍ پر کچه د بشري حقونومشهورې وکیلې امل علم الدین خپل زړونه د واده په زرین مزي وتړل. کلوني پخوا واده کړې و، چې پایله یې جلا والی و هغه اوس د هالیوډ تر ټولو مشر مجرد ستوری و،او اغلې امل د ویکي لیکس د بنسټګر جولین اسانج په ګډون د یو شمیر مشهورو کسانو مدافع وکیله پاتې شوې دا مهال پر همدې اړه یو راپور لرو چې هدایت الله همیم یې وړاندې کوي.