په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کباني پر سر احتجاج کې ۱۲ کسه وژل شوي

ترکيه کې لږ تر لږه ۱۲ هغه کوردي مظاهره کوونکي تېره شپه وژل شوي، دوى له حکومته غواړي چې د سوريې د کباني ښار دفاع وکړي.

دغه ښار د ترکيې په پوله پروت دى او له څو اوونيو راهيسته د اورپکو له خوا کلابنده شوى دى.

د اسلامي دولت نومې ډلې اورپکې له درو غاړو پر ښار ور روان دي.

ترکي ټانکونه د سوريې پر پوله کتار شوي خو گام اخيستو ته زړه نا زړه دي.