په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نورو د لاسنوي اتله

که له مرستندويو ټولنو سره د مرستو او سخاوت خبره کوو نو هرو مرو به لوى شتمن زړه ته درگرځي. خو په ټايوان کې يوې ٦٣ کلنې دوکاندارې چې سابه پلوري دغه نظر په بشپړه توگه بدل کړى دى.

چين شوشو ٣٥٠ زره ډالر په خپل ښار کې مرستندويو چارو ته ورکړي دي.

خلک يې هک پک کړي چې د دومره کم عايد څښتنه څرنگه دومره مرسته کولى شي؟

نور جزییات په دې رپوټ کې چې ثنا ساپۍ یې وړاندې کوي.