په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند هدهد توپان پراخه ویجاړي رامنځته کړې

په هند کې تر هغه توپان وروسته مرستندوی عملیات روان دي چې د هېواد ختیځ یې وځاپه.

دا توپان د یکشنبې په ورځ د اندرا پرادېش او اوریسا پر سمندرغاړو ورغی.

د باد ګړنیتوب په ساعت کې ۱۹۰ کیلومتره و. ونې یې له رېښې وایستلې، دکورونو بامونه یې ونړول او کړکۍ یې ماتې کړي.

کم له کمه ۶ کسان يې ووژل. له سیمې نه شاوخوا ۴۰۰ زره کسان ایستل شوي دي.