په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نایجېریا تښتول شوې نجونې لا هم ورکې دي

له هغه مهاله شپږ میاشتې تېرې شوې چې د نایجیریا په شمال کې څه د پاسه ۲ سوه نجونې تښتول شوې وې.

دوی د چیبوک له یوه ښوونځي نه د بوکوحرام په نوم اسلامي اورپکو وتښتولې.

د نایجیریا د حکومت له هغو ژمنو سره سره چې دوی به ژغوري او د نړیوالو د مرستې له وړاندیز سره سره دوی لاهم تری تم دي.