په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اېبولا خپرېدلو مخه باید څنګه ونیول شي؟

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي موون، اېبولا سره مبارزې لپاره، د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.

یو میلیارد ډالرو لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې، تر اوسه یوازې سل زره ډالر تر لاسه کړې دي.

دا په داسې حال کې کېږي چې د دې ادارې پخواني سر منشي کوفي انان د نړۍ پر شتمنو هېوادونو تور ولګاوه چې ستونزې ته یې یوازې هغه مهال پام شو چې ویروس اروپا او امریکا ته ورسېد.

عین حال کې دې ویروس ته د یوه واکسین جوړولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.