په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"تېره لسیزه کې کرنیز تولیدات دوه برابره لوړ شوي"

افغان چارواکي وايي تېره لسيزه کې يې زراعتي توليد يو په دوه ډېر شوى دى.

د افغانستان د سوچه کلني عايد نيمايي برخه د زراعت له برخې راځي او د کارگر ځواک لويه برخه يې هم په همدې ډگر کې په کار بوخته ده.

خو د ناقانونه توکو کرکيله لکه کوکنار لوى سرخوږى جوړوي.

د خلاصون لپاره افغان چارواکي لا ډېر زراعت ته پام غوره بولي.