په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فلج ناروغۍ په درملنه کې تاریخي پرمختګ

هغه سړی چې په پښو فلج و، له ځانگړې او کم سارې درملنې وروسته وتوانېد وگرځي.

د ده له پزې حجرې را ایستل شوې او د ملا تیر په جوړولو کې یې وکارول شوې.

دا لومړی ځل دی چې دا ډول درملنه کېږي. دا عملیات پولند کې وشول خو دلته لندن کې هم سیاینسپوهانو مرسته ورسره وکړه.

د څېړنې دا پروژه له تېر یوه کاله روانه وه او بي بي سي ته هم ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې و یې ګوري.