په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د امریکا وسله غلیم ته په لاس ورغلې

داسې اندېښنې دي چې هغه وسلې چې امریکا د اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې لپاره، کباني کې کردي جنګیالیو ته غورځولي ښايي پردو لاسونو ته لوېدلي وي.

پنټاګان اوس هغه ویډیو ګوري چې د اسلامي دولت جنګیالیو خپره کړې او ښيي هغه وسلې چې باید کردي ملېشو ته تللې وای له دوی سره دي.

امریکايي چارواکي مني چې د وسلو له ۲۷ بنډلو چې دوی غورځولي یوه یې غلطو لاسونو ته رسېدلې ده.

کوباني کې جګړې د ترکیې حکومت او دغلته له کردانو سره اړیکې بیخي خرابې کړې دي.