په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند کې بریتانیا عملیات

د بریتانیا یوه لوړ پوړي پوځي غړي منلې، لس کاله وړاندې يې هلمند کې د طالبانو قوت سم نه و اټکل کړى.

د بریتانیا د پوځ متقاعد، لوى درستيز، سر پیټر وال ، بي بي سي ته ويلي ،هغه وخت يې د سرتېرو اړتيا ته سم حساب نه و کړى.

نورو لوړپوړو قومندانانو هم ويلي چې هغه مهال هېڅ ښکاره سټراټیژي نه وه معلومه خو زیاتوي چې که اوږد مهال ته وکتل شي نو قربانۍ یې بې ځایه نه دي.