په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل له لارو کوڅو د نشه يانو غونډول

د کابل له لارو کوڅو نه په نشه يي توکو د روږدو کسانو ټولولو په اړه د وزیرانو شورا له پرېکړې وروسته د اړوندو ادارو مسوولینو دغه چاره پیل کړې ده او سلګونه روږدي کسان یې د درملنې مرکزونو ته بیولي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي د ژمي له راتګه سره سم د ښار په لارو کوڅو کې د موجودو معتادانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دوی وايي اوس حکومت نه غواړي دغه کسان د واټونو څنګ ته یا تر پلونو لاندې پراته واوسي.

حکومت له دې مخکې هم ورته ګامونه اخيستي، چې د روږدو کسانو کنترول کې ډېر بریالي نه وو.

کابل کې د بي بي سي پښتو خبريال نورمحمد سعید په دې اړه نور حال راکوي.