په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بنوڅیان وايي د ډول وهنې هنر ناامنۍ ګواښلی

بنوڅي ډول وهونکي وايي جگړو او نا امنيو د دوى هنر گواښلى دى.

بنو ته نژدې په وزيرستان کې پاکستاني طالبان برلاسي دي چې له ډول او موسيقۍ سره جوړ نه دي.

په افغانستان کې هم د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې پر موسيقۍ بنديز و.

رفعت الله اورکزي بنو کې له يوه ډول وهونکي او ډول جوړونکي سره ليدلي دي.