په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې پر شاړو مځکو د پستو بڼونه جوړ شوي

په كندهار کې په شخصي پانګونه د پستو یو فارم جوړ شوی دی.

دغه بڼ چې پر شاوخوا ۲۰۰ جريبه مځکه جوړ شوی، موخه يې له هغو شاړو مځکو ګټه اخيستل دي، چې کرکيلې پرې نه کېږي.

د فارم جوړونکی حمید هلمندی وايي د داسې مځکې زرغونولو لپاره پسته تر ټولو غوره بوړټی دی.

مامون درانی پرې راپور لري