په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د عراق بابل لرغونې سیمه خطر کې ده

د سوریې او عراق لر وبر کې، د اسلامي دولت په نامه ډله، ارزښتناکه لرغوني توکي په سیستماتیک ډول یا له منځه وړي او یا یې پلوري.

داسې څلي او ودانۍ چې ځینې یې زر کلن تاریخ لري، الوځول شوې دي ځکه اورپکي یې ناـ اسلامي بولي.

اوس عراق کې، د بابل لرغونې سیمه په خطر کې ده.