په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

م.م: د اېبولا ختمولو لپاره اړینې سرچینې نشته

ملګري ملتونه وايي د لوېديځې افريقا ځينو برخو کې د ايبولا ناروغۍ پر وړاندې مهم پرمختګ شوی دی.

خو د ايبولا پر وړاندې د ملګریو ملتونو د غبرګون ماموريت مشر وايي اوس هم لا ډېرې مرستې ته اړتيا ده.

په سيراليون کې له ايبولا د خلکو درملنې لپاره د شپږو بریتانوي مرکزونو لومړی يې پرانيستل کېږي.